افغانستانخبرونه

میدان وردګو کې د سیلابونو راوتلو له امله یو تن مړ او درې نور ټپيان شوي

کابل ټیلیګراف – ۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د میدان‌وردګو ولایت مقام وایي چې په دغه ولایت کې د سېلابونو راتلو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

د میدان‌وردګو ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سېلابونه تېره شپه په سیداباد، نرخ، چک او دایمیرداد ولسوالیو کې راغلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د نرخ ولسوالۍ په څینځایي سیمه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د یادو ولسوالیو په ډېرو سیمو کې عمومي لارې هم د خلکو پر مخ تړل شوې، څلور موټر هم اوبو وړي او د خلکو کښتونه ته هم زیان اوښتی دی.