
کابل ټیلیګراف – ۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان په شمالي وزیرستان سيمه کې پر پاکستاني پوځيانو له چاودنو وروسته پاکستان په خوست کې د غلام خان بندر لاړه تړلې ده.
سرچینې وايي چې دا اقدام نن سهار شوی او په دواړو غاړو ته سلګونه لارۍ سوداګريز توکي بند پاتې دي.
پرون د خېبر پښتونخوا په سویل لوېدیځ شمالي وزیرستان کې او د غلام خان بندر ته څېرمه یوه ځانمرګي بریدګر د پاکستاني پوځیانو پر نظامي کاروان ځانمرګی برید کړی.
په دغه برید کې چې ۱۳ پاکستاني پوځيان ووژل شول، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر وويل چې د دغو پوځيانو غچ به اخلي.
هغه تور پورې کړې چې په ياد برید کې هند لاس لاري او د افغانستان له خاورې په کې ګټه اخېستل شوې ده.
هند او افغان طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.