
کابل ټیلیګراف – ۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ماليې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت د نفتي توکو د کیفیت او نظارت ریاست د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت د هېواد له یوشمېر ګمرکونو ۱۶۵ ټانکره بېکیفیته نفتي توکي بېرته ګرځولي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، ۴۷ ټانکره ډیزل د فراه ولایت له ګمرک او ۱۱۶ ټانکره ډیزل او ۲ ټانکره پترول د نیمروز له ګمرک څخه بېرته ګرځول شوي دي.