
کابل ټیلیګراف – ۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
چین په لومړي ځل داسې فوټبال سیالي ترسره کړه چې ټول لوبغاړي یې روباټ وو.
دا سیالي د بیجینګ په تسینګهوا پوهنتون او د چین کرنې پوهنتون د روباټونو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د تسینګهوا ټیم بریالی شو.
دا سیالي د پرمختللې روباټیک ټیکنالوژۍ د ښودنې لپاره ترسره شوه، چې له ریموټ پرته روباټونو په بشپړه توګه د AIستراتیژیو پر اساس فیصلې کولې، د ډله ییز کار ښودنه یې وکړه او له لویدو او ښکته کېدو وروسته یې د بیا پورته کېدو وړتیا ښودله.
د سیالۍ یوه تنظیموونکي ډو جنګ وویل چې دا نه یوازې یو بې ساري مقابل وه بلکې دا هم ښيي چې روباټان د عام ژوند په بېلابېلو برخو کې د ننوتلو په حال کې دي.
چین د اګست له ۱۵ څخه تر ۱۷ پورې په بیجینګ کې د روباټانو نړیوال سپورټي لوبو د ترسره کولو پلان هم لري، چې دا به د نړۍ لومړی بشپړ روباټي سپورټي ایونټ وي.