افغانستانخبرونه

په غور کې د جګړې د پاتې ماين چاودنې دوه کسان ووژل 

کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

په غور کې سيمېيزې سرچينې وايي چې د فیروزکوه ښار اړوند د «باين» بند په لاره د جګړې څخه د پاتې شوي ماين په چاودنه کې د یو ماشوم په ګډون دوه کسان ووژل شول او یو بل ټپي شوی دی.

سرچينې زياتوي چې دا پېښه نن هغه مهال رامنځته شوه کله چې ملکي وګړي له خپلو څارويو سره له دې لارې تېرېدل.

راپورونه وايي چې ټپي کس د درملنې لپاره د غور ولايتي روغتون ته لېږدول شوی دی.

تر اوسه سيمېيزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې ورته پېښو له دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې له وګړو قرباني اخيستې ده.