
کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وایي، د بدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ د پلر او کيب دره خستک کليو کې د طالبانو يو شمېر محلي قوماندانانو د واښو پر سر له يو بل سره نښته کړې ده.
د بېلابېلو سرچينو په وينا، په دې نښته کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.
د سيمې د سرچينو په وينا، د طالبانو قوماندانان معزالدين هوشمند، قوماندان محراب او حکيم د کيب کلي او مولوي صابر، مولوي طيب او قوماندان فيض د پلر کلي اوسېدونکي دي چې له يو بل سره په نښته کې ښکېل شوي دي.
دا نښتې څو ساعته دوام درلود او د سرچينو په وينا، يوې خوا راکټونه هم کارولي دي.
سرچينې وايي، په دې نښته کې د دواړو کليو خلکو او د طالبانو محلي قوماندانانو برخه اخيستې ده.
د دې پېښې د ټپيانو شمېر تر اوسه نه دی روښانه شوی.
په بدخشان کې د طالبانو چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د دې نښتې په اړه څه نه دي ويلي.
سرچينو وويل چې د طالبانو محلي ادارې نظامي چورلکې دې سيمې ته لېږلې او يو شمېر محلي خلک يې نيولي دي.