
کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د پوځيانو په موټر باندې د موټرسایکل بم چاودنې له امله پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۲ نور کسان چې ملکي وګړي هم په کې شامل دي ټپيان شوي دي.
د باجوړ ولسوالۍ د پولیسو مشر وقاص رفیق رسنيو ته ويلي چې چاودنه د ځايي پوځیانو په یو مشر فیصل اسماعیل په موټر شوې ده.
هغه زیاته کړه، فیصل اسماعیل هم په وژل شويو کسانو کې دی.
د داعش خراسان وسله والې ډلې د دغه موټرسایکل بم برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.