
کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان حکومت د کورنیو چارو وزارت په ګډومن خپلو ټولو قانون پلي کونکو ادارو ته امر کړی چې د هغو افغان کډوالو له نیولو او ځورونې ډډه وکړي، چې د «پی.او.آر» کارتونه لري.
حکومت همدارنګه ویلي، چې د دې اقامتي کارت د تمدید په اړه پرېکړه تر غور لاندې ده.
له دې مخکې، په پاکستان کې د «پی.او.آر» کارت لرونکو افغان کډوالو د راستنېدو مهلت پای ته ورسېد.
شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغان کډوالو تېر کال د یوه کال لپاره د دې کارت تمدید ترلاسه کړی و، چې دا مهلت د سرطان په نهمه پای ته ورسېد.