
کابل ټیلیګراف – ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا په ټیکساس ایالت کې د وروستیو طوفاني بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر د ۲۸ ماشومانو په ګډون ۷۸ تنو ته ورسیده.
د را پورونو له مخې؛ د دغه سیلابونو او اورښتونو له امله ۱۰ نجونې او د یو سلاکار په ګډون ۴۱ کسان لا هم ورک دي، چې د موندنې هڅې جریان لري.
د امریکا ولسمشر د ټیکساس ایالت کیر کاونټي د آفت زده سیمې په توګه اعلان کړې ده.
د ورکو کسانو د موندنې لپاره الوتکې، کښتۍ او ډرونونه کارول کېږي، په داسې حال کې چې په اوبو کې بند پاتې کسان د الوتکو په مرسته ایستل کیږي.
د یادونې وړده، چې په بېلابېلو سیمو کې کورونه او موټر په څو فوټه اوبو کې ډوب شوي، او د ونو د لوېدو له امله یو شمېر لارې تړل شوې دي.