
کابل ټیلیګراف – ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ اعلان کړی، چې نن، دوشنبې د سرطان ۱۶مه، د افغانستان د وضعیت په اړه یوه غونډه ترسره کوي. په دې غونډه کې به هېوادونه د افغانستان وضعیت د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې اغېزې وڅېړي.
تمه کېږي، چې اسمبلۍ به د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو د ملاتړ لپاره یو پرېکړه لیک تصویب کړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نمایندګۍ سرپرست نصیر فایق، د یکشنبې په ورځ لیکلي، چې په دې پرېکړه لیک کې به د نړیوالې ټولنې پر ژمنتیا، د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو، وقار او هیلو پر ملاتړ ټینګار وشي.
هغه زیاته کړې، چې د غړو هېوادونو غوښتنه دا ده، چې په افغانستان کې یو سوله ییز او ټول شموله راتلونکی رامنځته شي.
دا د دې سازمان دویمه غونډه ده، چې په تېرو دوو اونیو کې ترسره کېږي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سرطان په ۲مه د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره یوه ځانګړې غونډه ترسره کړې وه.
د دې غونډې اصلي محور د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې راپور و، چې د یوناما له خوا وړاندې شوی او په هغه کې د ښځو پر وړاندې د زیاتېدونکو محدودیتونو، د معیشتي بحران د خرابوالي، د مهمو پروژو د درېدو او د بشري حقونو د پراخې سرغړونې په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.