
کابل ټیلیګراف – ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدین حقاني په مرکز او ولايتونو کې د دغه وزارت کار کوونکي او په ځانګړي توګه پولیس موظف کړل چې بې له نظامي يونیفورم څخه دنده نه شي ترسره کولی.
د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتین قانع نن پر خپله اېکسپاڼه ولیکل چې دا پرېکړه د حقاني په مشرۍ د کورنيو چارو وزارت د رهبرۍ له لورې ترسره شوه.
هغه لیکلي: «له هغه ځایه چې، د کورنیو چارو وزارت اساسي دندې، د امنیت نیول، د قانون ټینګښت او له جرمونو سره مبارزه ده، نو په دې اساس د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ جلسې د فیصلې او د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د منظورۍ پر اساس ټول نظامي مسوولین او منسوبین مکلف دي چې د دندې د اجرا پر مهال له یونیفورم څخه ګټه واخلي.»