
کابل ټیلیګراف – ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک مسوده د ۱۱۶ موافقو، دوو مخالفو او ۱۲ ممتع رایو سره تصویب شوه.
ملګرو ملتونو پرون د دوشنبې په ورځ د جولایي په اوومه د افغانستان د وضعيت د بیاکتنې لپاره يوه غونډه وکړ او د پرېکړه لیک مسوده يې تصویب کړه.
دغه مسوده کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعيت په ځانګړي توګه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او حقونو څخه د بې برخې کېدو او په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه وشوه.
په مسوده کې د طالبانو سره د خبرو اترو او ښکیلتیا ټینګار هم شوی ترڅو د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د دې ډلې ژمنې ډاډمنې شي. متحده ایالاتو او اسراییلو د مسودې پر ضد رایه ورکړه.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي جوناټن شرییر له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې په همکارۍ او تعامل نیوکه وکړه او يادونه يې وکړه چې له دغې ډلې سره د څلورو کلونو تعامل د افغانستان په وضعيت کې هېڅ ښه والی نه دی راوستی.