
کابل ټیلیګراف – ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ یوه کس د مصنوعي ذهانت یا AI په مرسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو غږ جوړ او د دې هېواد ګڼ شمېر شمېر چارواکو سره یې اړیکه نیولې، چې له امله یې په سپینه ماڼۍ کې اندېښنې رامنځته شوې دي.
د AI په مرسته د مارکو روبیو غږ او د هغه د لیکنې اندازه په بشپړ ډول نقل شوی او چارواکو ته د نوموړي له ادرس څخه لیکلي پیغامونه هم استول شوي دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د سایبري برید موخه د چارواکو ګمراه کول او حساسو معلوماتو یا سیسټمونو ته لاسرسی ترلاسه کول وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزار ت ویلي، یوه نامعلومه کس د سیګنل ایپ څخه په استفادې سره د مارکو روبیو جعلي غږ په کارولو سره له دریو بهرنیو بهرنیو چارو وزیرانو، یوه امریکایي والي او د کانګرس له یوه غړي سره اړیکه نیولې وه.
نامعلومه جعلي کس د مصنوعي ټیکنالوژۍ په مرسته نه یوازې د مارکو روبیو غږ، بلکې د هغه د لیکنې انداز هم نقل کړ او لیکلي پیغامونه یې هم استولي.
نامعلومه جعلي کس د جون په منځ کې د “Marco.Rubio@state.gov” په نوم یو جعلي سیګنل اکاونټ جوړ کړ.
له دې جعلي اکاونټ څخه غږیز پیغامونه او لیکل استول شوي، چې په کې مخاطب ته په سیګنل ایپ باندې د خبرو کولو بلنه ورکړل شوې وه.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي، چې د سایبري برید موخه د چارواکو ګمراه کول او حساسو معلوماتو یا سیسټمونو ته لاسرسی ترلاسه کول وو.