خبرونهنړۍ

د فرانسې د ولسمشر او د هغه میرمنې ترمنځ اختلافات زیات شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

وروسته له هغې چې د فرانسې لومړۍ مېرمنې د بریتانیا د سفر په پیل کې د ولسمشر عمانویل مکرون لاس ونه نیوه، د دوی ترمنځ د اختلافاتو خبرونه سرټکي وګرځیدل.

بریتانیا ته د رسیدو پر مهال شهزاده ویلیم او شهزادګۍ کیټ د فرانسې د ولسمشر او د هغه د مېرمنې هرکلی وکړ.

کله چې د فرانسې لومړۍ مېرمن له الوتکې راکوزه شوه، ولسمشر مکرون هغې ته خپل لاس وړاندې کړ، خو هغې یې د لاس نیولو څخه ډډه وکړه.

له همدې امله څو ساعته وروسته، د فرانسې ولسمشر مکرون بیا د خبرونو سرټکی وګرځیده.

په ورته وخت کې کله چې د فرانسې ولسمشر د بریتانیا د پاچا چارلس سره له لیدو وروسته ونزر کاس څخه ووتل، نو د هغه د یوه موټر دروازه او شاتنۍ برخه پرانیستې پاتې شوه او چلوونکي موټر روان کړ.

په دې ترڅ کې له موټر څخه دوه بکسونه ولوېدل او شاته موجود یو کارکوونکي د موټر د درولو هڅه کوله.