
کابل ټيلیګراف – ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په افغانستان کې د عزیزی بانک او عزیزی ګروپ مالک، میرویس عزیزی وایي چې دغه شرکت د قرغیزستان په بشکیک ښار کې د منځنۍ اسیا له امریکایي پوهنتون سره یو هوکړهلیک لاسلیک کړې، چې له مخې به یې د ۹۵ افغان زدهکړیالانو د تحصیلي بورسیو لګښتونه ورکړل شي.
نوموړي په اکس کې لیکلي چې دا پرېکړه یې وروسته له هغه وکړه چې د دغو زدکړیالانو د زدهکړو د برخلیک په اړه راپورونه خپاره شول.
د میرویس عزیزی په وینا، د دغو محصلینو د زدهکړو د دوام ټول لګښت تر فراغت پورې ۵۰۰ زره امریکایي ډالر اټکل شوی دی.
یاده دې وي چې دغه افغان زدهکړیال دا مهال د منځنۍ اسیا په امریکایي پوهنتون کې، چې په قرغیزستان کې دی، په بېلابېلو تحصیلي سطحو کې زدهکړې کوي.
دا موضوع په داسې حال کې ده چې د سیمې په امریکایي پوهنتونونو کې د افغان زدهکړیالانو تحصیلي بوسیې د امریکا د نړیوالو مرستو له بندېدو وروسته درول شوي او ډېری افغان زدهکړیالان له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.