افغانستانخبرونه

خلیل‌زاد: د بګرام هوایي اډه د چین تر کنټرول لاندې نه ده

کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي چې د بګرام هوایي اډه د چین تر کنټرول لاندې نه ده. 

نوموړي پرون پخپلې ایکس باندې لیکلي: «زه باور لرم چې دا راپور چې چین اوس د بګرام ستراتیژیکه هوایي اډه کنټرولوي، سم نه دی.» 

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بیا راتګ وروسته څو ځله ویلي چې چین اوس د بګرام هوایي اډه کنټرولوي. 

ټرمپ ویلي، که هغه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال ولسمشر وای، نو دا اډه به یې نه وه پریښې او هلته به یې د امریکايي ځواکونو شتون ساتلی و. 

د بریتانیا ورځپاڼې ټیلګراف هم د نامعلومو سرچینو او د سپوږمکۍ انځورونو د تحلیل پر بنسټ راپور ورکړی چې چین له ۲۰۲۴م کال راهیسې په دې اډه کې شتون لري او د چین د دولت په لګښت دا اډه بیا رغول کیږي. 

د بګرام هوایي اډه د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې په افغانستان کې د متحده ایالاتو تر ټولو لویه پوځي اډه وه. 

امریکايي ځواکونو په ۲۰۲۱ کال کې پرته له دې چې د افغانستان پخواني دولت خبر کړي، دا اډه پریښوده او طالبانو د افغانستان تر کنټرول وروسته د دې اډې کنټرول ترلاسه کړ.