خبرونهنړۍ

د لندن په ساوټ الینډ هوایي ډګر کې ټولې الوتنې لغوه شوې

کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ د لندن په ساوټ اینډ (SOUTHEND) هوايي ډګر کې ټولې الوتنې لغوه شوې دي. 

د ساوټ اینډ هوايي ډګر د الوتنو عملیات د نامعلومې مودې لپاره بند پاتې دي. 

په ساوټ اینډ هوايي ډګر کې یوه کوچنۍ الوتکه د غورځېدو پېښې له امله ویجاړه شوې ده. 

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې یوه ویډیو کې له یاد هوايي ډګر څخه تور لوګي پورته کیږي.