
کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د نایجیریا پخوانی ولسمشر محمدو بوهاري په ۸۲ کلنۍ کې ومړ.
د نایجیریا د ولسمشرۍ دفتر په وینا، پخوانی ولسمشر بوهاري په لندن کې ومړ، او د هغه د مړینې پخلی د نوموړي د کورنۍ له خوا شوی دی.
محمدو بوهاري له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د نایجیریا ولسمشر و.
هغه له ۱۹۸۳ څخه تر ۱۹۸۵ کال پورې د نایجیریا د پوځ د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.