افغانستانخبرونه

له ترکیې څخه هم د افغان کډوالو د ویستلو غوښتنه وشوه

کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

په ایران کې د افغان کډوالو د پراخه ایستلو په ترڅ کې، د ترکیې د ظفر ګوند مشر امید اوزداګ، چې د کډوالو د ملاتړ مخالف دی، له اردوغان غوښتنه کړې، چې افغان او سوري کډوال خپلو هېوادونو ته ستانه کړي.

دې ښي اړخي ضد کډوالو ګوند مشر په ترکیې کې کډوال “امنیتي ګواښ” بللي دي. 

هغه د کوجالي ښار کې د خپل ګوند د خدماتو ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د ترکیې د کډوالۍ سیاستونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، ایران په وروستیو ورځو کې له ۵۰۰ زرو زیات افغانان ایستلي دي. 

د ظفر ګوند مشر وویل: “موږ به سوریایان او افغانان زموږ د قوانینو له مخې خپلو هېوادونو ته ستانه کړو.”

اوزداګ د افغان کډوالو د ایستلو د تایید لپاره د ایران د ځینو چارواکو هغه تورونه یاد کړل، چې ګواکې یو شمېر افغان کډوالو د اسرائیلو سره همکاري کړې ده. 

په ایران کې د اسرائیلو د برید په ترڅ کې د یو شمېر افغان کډوالو د نیولو او د اسرائیلو سره د همکارۍ د تورونو په اعلان سره، په ایران کې د افغانانو پر ضد یوه څپه راپورته شو.

که څه هم د ایران لوړپوړو چارواکو د کډوالو او اسرائیلو ترمنځ پراخه همکاري رد کړه، خو دې هېواد د افغان کډوالو پراخه ایستل پیل کړل. 

د رجب طیب اردوغان د کډوالۍ سیاست د نورو ګوندونو لپاره هم اندېښنه راپارولې ده.

د ترکیې د احصایې ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې ۱۳۹ زره او ۲۵۱ افغانان په رسمي توګه په دې هېواد کې ژوند کوي.

د اسنادو پرته د افغان کډوالو دقیق شمېر په رسمي توګه نه دی اعلان شوی. 

په ترکیې کې د اسنادو پرته کډوالو نیول دوام لري او دا هېواد معمولاً د کډوالو د ایستلو په اړه لږ راپورونه خپروي. 

د ترکیې د کډوالۍ ادارې شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۳۰ زرو زیاتو اسنادو پرته کډوال په ټول هېواد کې وپېژندل شول، ونیول شول او وایستل شول. 

اوزداګ مخکې له دې په ۲۰۲۴ کال کې د سوریايي کډوالو پر ضد د خلکو د پارولو په تور نیول شوی او مجرم ګڼل شوی و، او دوه کاله بند یې محکوم شوی و.