
کابل ټيلیګراف – ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د بخښنې نړیوال سازمان د امریکا څانګې ویلي چې هغه افغانان چې خپل موقتي خوندیتوب وضعیت له لاسه ورکوي، د نیولو او ایستلو له جدي خطر سره مخ دي.
دې سازمان ویلي چې د افغانانو ایستل د متحده ایالاتو د بشري حقونو ژمنو نقض دی او د هغو کسانو سره «خیانت» دی چې د امنیت په لټه کې امریکا ته راغلي دي.
دغه سازمان لیکلي: «نن نیمه شپه ، هغه افغانان چې د افغانستان له خطرناکو شرایطو څخه د خلاصون او امنیت په لټه کې متحده ایالاتو ته راغلي، خپل موقتي خوندیتوب وضعیت له لاسه ورکوي.»
په ورته وخت کې د متحده ایالاتو یوې استیناف محکمې اوسمهال د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو هڅو مخه نیولې چې غوښتل یې په امریکا کې د زرګونو افغانانو د موقتي خوندیتوب وضعیت لغوه کړي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د افغانستان د اتباعو لپاره د موقتي خوندیتوب وضعیت لغوه کړی او ادعا یې کړې چې په افغانستان کې شرایط ښه شوي او د دې هېواد اتباع نور د موقتي خوندیتوب وړ نه دي.
په متحده ایالاتو کې د موقتي خوندیتوب وضعیت هغو بهرنیو اتباعو ته موقتي خوندیتوب برابروي چې هېوادونه یې له جدي کړکېچونو لکه جګړې یا طبیعي ناورینونو سره مخ دي.
دا وضعیت اشخاصو ته له ایستلو خوندیتوب او د قانوني کار اجازه ورکوي، خو د دایمي اقامې یا تابعیت لاره نه خلاصوي.
د ۱۴۰۰ کال د اسد میاشتې د کابل له سقوط او د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته، شاوخوا ۱۱۷۰۰ افغان کډوالو په متحده ایالاتو کې د «موقتي خوندیتوب» پروګرام لاندې ځای پر ځای شول، چې پکې هغه کسان هم شامل دي چې د «همکارانو متحد» په نوم د تخلیې عملیاتو له لارې له افغانستان څخه و ایستل شول.