خبرونهنړۍ

د سوریې موقت حکومت او د سویډا دروزي جنګیالیو اوربند وکړ

کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د سوریې د موقت حکومت کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د سویل سویډا ولایت کې یې د دروزي جنګیالیو سره د اوربند توافق ته رسېدلي دي. 

د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) په وینا، دې وزارت ویلي چې د اوربند توافق د نښتو او د دولتي ځواکونو او پوستو پر وړاندې د هر ډول بریدونو سمدستي درولو ته شامل دی. 

د سوریې کورنیو چارو وزارت ویلي، د دولت او دروزي مشرانو یوه نظارتي کمېټه جوړه شوې ترڅو د اوربند پلي کولو او د هغه د رعایت ډاډ ترلاسه کړي. 

همدا راز، د رویټرز خبري اژانس د دروزي مذهبي مشر شیخ یوسف جربو په حواله راپور ورکړی چې له موقت حکومت سره یې د اوربند توافق کړی دی. 

خو دې اژانس ویلي، بل بانفوذه دروزي مذهبي مشر «شیخ حکمت حجاري» ویلي چې د دولتي ځواکونو پر وړاندې جګړه به تر «سویډا بشپړې ازادۍ» پورې دوام وکړي. 

رویټرز لیکلي، «د حجاري ځواکونو د سوریې پر دولت برید مشري کړې او د سوریې پر نوي واکمنانو یې سختې نیوکې کړې، او د هغه له توافق پرته د اوربند ټینګېدل ناشوني دي». 

د یادو دوه ډلو ترمنځ د نښتو له امله نږدې دوه نیم سوه تنه وژل شوي وو.