
کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر وايي چې دې ډلې یو کس د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور پر اعدام محکوم کړی دی.
خیبر نن په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دغه کس عبدالعلیم خاموش نومېږي او د پکتیکا ولایت د جانيخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
طالبانو ادعا کړې چې د دې ډلې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مامورانو عبدالعلیم مقدساتو، شریعت او د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور نیولی دی.
دې ډلې ادعا کړې چې تورن کس خپل «جرم» منلی دی.
طالبانو دا نه ده څرګنده کړې چې د هغه د اعدام حکم به کله او چېرته پلی کېږي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته، نهه کسان اعدام کړي دي.