عجایب

عجیبه پېښه؛ د یو وجود لرونکې دوه خویندو یوې واده او بلې انکار وکړ

کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ امریکا کې دوه خویندې کارمن اندراډي او لوپیټا چې یو وجود او دوه تنې لري، یوې خور یې خپل ملګري سره واده وکړ، خو دویمې له واده کولو انکار وکړ.

دغه جوړه چې د جوړښت له امله خورا مشهوره شوې ده، کارمن اندراډې په دې وروستیو کې د خپل ملګري ډینیئل میک کورمک سره واده وکړ.

کارمن او ډینیئل په ۲۰۲۰ کال کې د یوه اپلیکشن له لارې سره ولیدل او د څو کلونو اړیکو وروسته یې د کورنۍ په شتون کې واده وکړ.

په یوټیوب باندې په خپره شوې ویډیو کې کارمن په خندا سره د واده اعلان وکړ او ویې ویل: ما واده وکړ، خو د خپلې خور په لور اشارې سره وایي، موږ دواړو نه دی کړی.

 دواړو خویندو په تېر وخت کې څو ځله له غیر اخلاقي چلندونو سره مخامخ شوي دي.

کارمن وايي، ځینې خلک د دوی جسماني جوړښت د عجیبې دلچسپۍ موضوع ګرځوي، چې دا د افسوس وړ دی.

 لوپیټا اندراډې په روښانه توګه اعلان وکړ چې هغه د واده کولو لیوالتیا نه لري.

هغې په خوشحالۍ سره د خپلې خور په خوښۍ کې برخه واخیسته، خو پخپله یې له واده څخه واټن غوره کړ.

د یادونې وړ ده چې کارمن او لوپیټا په ۲۰۰۱ کال کې په میکسیکو کې زیږیدلي او په ۲ کلنۍ کې متحده ایالاتو ته کډه شوي دي.

د دوی جسم له سینې څخه تر نس پورې نښتی دی، هرې یوه یوه پښه لري، ښي پښه کارمن کنټرولوي او کیڼه پښه لوپیټا.

ډاکټرانو د زیږون پر مهال د دوی لپاره یوازې درې ورځې ژوند وړاندوینه کړې وه، خو نن ورځ دوی ۲۴ کلنې قوي، خپلواکې او زړورې ښځې دي.

دواړو د فزیوتراپي له لارې چلول زده کړل او په ۴ کلنۍ کې یې لومړی ګام پورته کړ.