خبرونهسينما

امیتابچن د ’کون بنے گا کروڑ پتی‘ ۱۷ سیزن کوربتوب پیلوي

کابل ټیلیګراف – ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ د هندوستان د سینما مشهور ستوری امیتابچن یو ځل بیا د کون بنی ګا کروړ پتي پروګرام د ۱۷م سیزن کوربتوب کوي.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې؛ دغه پروګرام به د روان کال د اګست په ۱۱مه پیل شي او د هر پروګرام کولو په بدل کې به امیتابچن ته ۵۰ میلیونه هندي کلدارې تنخوا ورکول کیږي.

امیتابچن  له ۲زرم کال څخه د یاد پروګرام کوربتوب پرمخ وړي.

په ۱۶م سیزن کې هم امیتابچن د یو پروګرام ترسره کولو په بدل کې ۵۰ میلیونه هندي کلدارې اخیستې.