
کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ د امریکا لخوا د افغانستان او پاکستان ماشومانو لپاره د ۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت مرسته شوي بسکیټ د ویش ځنډیدو له امله تاریخ تیریې شوي او سوځول کیږي.
د بسکیټو دغه مرسته وروسته له هغېژ په دوبۍ کې زیرمه او وځنډول شوه، چې د ټرمپ لخوا د امریکا د پراختیایي ادارې فعالیتونه وځنډول شول.
را پورونه وایی، دغه ۵ سوه ټنه بسکیوټ د نږدې ۲۷زره افغان او پاکستاني ماشومانو لپاره چمتو شوي وو.
د یوسایډ دوه داخلي اسناد او څلورو معتبرو سرچینو روېټرز ته ویلي چې مرستندویو چارواکو په جون میاشت کې ۶۲۲ټنه بسکیټ وژغورل او هغه یې سوریې، بنګلهدېش او میانمار ته واستول، خو ۴۹۶ټنه نور، چې له تاریخ تېریدو مخکې یې ارزښت ۷۹۳زره ډالر و، اوس سوځول شي.
د مې د پنځمې نېټې یو یادښت ښيي چې د دغو بسکټو له منځه وړل به د امریکا حکومت ته ۱۰۰زره ډالر اضافه لګښت ولري.