افغانستانخبرونه

طالبان: هره ورځ له ایران څخه تر ۳۵ زره افغان کډوال ایستل کیږي

کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د رئیس الوزرا مرسیتال وایي، هره ورځ له ایران څخه ۳۰ تر ۳۵ زره افغان کډوال ایستل کیږي.

عبدالسلام حنیفي د شنبې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي سره په لیدنه کې وویل، هره ورځ د اسلام‌ کلا له لارې ۳۰ تر ۳۵ زره کډوال په زور سره افغانستان ته راستنیږي.

هغه زیاته کړه چې د کډوالو پراخه ایستل کیدو ګڼې ستونزې رامنځته کړي دي.

عبدالسلام حنفي ویلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ او نورو مرستندویه سازمانونو سره د کډوالو د دایمي میشت کولو او بیا ادغام په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د طالبانو د چارواکو په حواله، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر په دې لیدنه کې ویلي چې د ګاونډیو هیوادونو څخه د ایستل شویو کډوالو د پراخ حجم په پام کې نیولو سره، طالبانو وکولی شول چې دا وضعیت په ښه توګه مدیریت کړي.

فیلیپو ګراندي د ایران او پاکستان له هیوادونو څخه د افغان کډوالو د پراخه ایستلو په تعقیب کابل ته سفر کړی او د طالبانو له چارواکو سره یې د ایستل شویو کډوالو د وضعیت د څرنګوالي په اړه خبرې کړي دي.