افغانستانخبرونه

ایران د افغان کډوالو د وتلو مهلت دوه میاشتې غځولی 

 کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خراسان رضوي ولایت استازي احمد معصومي‌فر ویلي، چې د افغان کډوالو د وتلو مهلت د وږي ۱۵ پورې غځول شوی دی. 

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه ویلي، چې له دې نیټې وروسته هغه کسان چې ایران پرېږدي، د اوسیدو جرمانه به ورته ورکول کیږي او که ووځي، د کور وسایلو باندې به یې ګمرکي محصول لګول کیږي. 

ایران په لومړي سر کې د کډوالو د وتلو لپاره د ۱۵ چنګاښ نیټه ټاکلې وه، خو معصومي‌فر ویلي، چې د افغانستان اړخ ته د زیربناوو د نشتوالي او د هوا د تودوخې له امله دا مهلت وغځول شو. 

اوسمهال هره ورځ لسګونه زره کډوال د لویدیځو سرحدونو له لارې افغانستان ته راځي. 

تر اوسه شاوخوا یو میلیون کډوال له ایران څخه افغانستان ته ایستل شوي دي. 

د ایراني چارواکو په وینا، شاوخوا ۴ میلیونه افغان کډوال باید ایران پرېږدي، چې په دې کې د سرشمېرنې پاڼو لرونکي (۲ میلیونه کسان) او بې اسناده کډوال شامل دي.