
کابل ټیلیګراف – ۳۱چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهې ویلي چې د دوی ځواکونو په کندوز ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس ملا نجیب غفوري مقر په نښه کړی دی.
دغه ډلې د ادعا له مخې، په دې برید کې چې د دوشنبه په ماښام (د سرطان ۳۰مه) د کندوز ښار په خانآباد بندر کې ترسره شوی، د طالبانو دوه غړي وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی؛ خو د ملا نجیب د برخلیک په اړه تر اوسه دقیق معلومات نشته.
خو د طالبانو د کندوز ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعالدین خاکسار ویلي چې د امر بالمعروف رئیس پر کور برید په بشپړه توګه دروغ دی.