افغانستانخبرونه

په ترکمنستان کې د طالبانو سفیر د بلاروس له سفیر سره پر سیاسي او سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي

کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په ترکمنستان کې د طالبانو سفیر فضل محمد صابر د بلاروس له سفیر سره پر سیاسي او سوداګریزو اړیکو خبرې اترې کړې دي.

په ترکمنستان کې د طالبانو سفارت شنبه د زمري پر ۴مه په یوه پیغام کې لیکلي چې دواړو خواوو په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو، په تګ‌راتګ کې د پلاوو لپاره پر اسانتیاوو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا بحث کړی دی.

د نوموړي سفارت په خبره، دواړو لوریو د ګډې همکارۍ پر اړتیا ټينګار کړی دی.

بلاروس طالبان په رسمیت پېژندلي نه دي او اړیکې يې هم نږدې نه دي.