خبرونهکابل ټیلیګرافنړۍ

ایران کې تېره میاشت ۶ افغانان په دار ځړول شوي

کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د بشري حقونو يو سازمان وايي چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ تر جګړې او اوربند وروسته په يوه میاشت کې ۶ افغان وګړي ایران په دار ځړولي دي، دا د هغو ۸۵ کسانو په ډله کې دي چې د دغه هېواد په زندانونو کې د اعدام سزا ورکړل شوې ده.

یاد سازمان د وژل شويو افغانانو د هويت او جرمونو په تړاو معلومات نه دي ورکړي.

پاتې نور ټول په دار ځړول شوي کسان ایرانيان دي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د ۸۵ اعدام شويو کسانو له ډلې ۶ هغه يې اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور تورن وو خو څرګنده نه ده چې افغان وګړي هم دغو شپږو کسانو کې شامل دي او که نه دي.

د یادولو وړ ده چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۴۰ افغانان په ایران کې په دار ځړول شوي دي.