ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

اسټرالیا کې په ماشومانو د یوټیوب په کارولو بندیز ولګید

کابل ټیلیګراف – ۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسټرالیا حکومت وایي، په دغه هېواد کې تر دې وروسته تنکي ځوانان نشي کولی، چې یوتیوب وکاروي.

په دغه هېواد کې تر دې وړاندې د شپاړس کالونو څخه په کم عمره ځوانانو باندې د فیس بوک، ټویټر، ټیک ټاک، سنپ چټ او نور اپلکېشنونو کارولو باندې بندیز لګیدلې و.

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانېزي وویل: «زه وخت ختموم. زموږ ماشومان د انلاین پلټفارمونو له‌خوا زیان ويني. ټولنیزو شبکو ته وایم چې خپل ټولنیز مسوولیتونه هېر نه‌کړي. موږ له استرالیایي کورنیو سره یوو.»

له دې پرېکړې سره به یوټیوب هم د هغو محدودیتونو لاندې راشي چې تر دې وړاندې پر ټیک‌ټاک، انسټاګرام او فېسبوک پلي شوي وو.

خو یوټیوب چې نږدې درې ‌پر څلور استرالیایي تنکي ځوانان‌ کاروي، وایي چې دوی باید د ټولنیزو رسنیو په توګه ونه‌پېژندل شي. د یوټیوب ویاند لیکلي: «یوټیوب د ویډیو شریکولو پلټفارم دی، نه ټولنیزه رسنۍ.»

د ماشومانو د خوندیتوب مدافعین دغه پرېکړه ستایلې، خو ټینګار کوي چې دا باید له والدینو سره په همغږۍ او د بیان ازادۍ ته له زیان پرته عملي شي.