
کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت عزیزي شرکت سره د ۱۰ میلیارد امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۰ زره میګاواټه برښنا د تولید هوکړه لاسلیک کړه.
د عزیزي شرکت مشر او ملي پانګوال میرویس عزیزي وویل، د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت یې د ۱۰ زره میګاواټه برښنا د تولید هوکړه لاسلیک کړه، چې د دغه پروژې په تطبیق سره به ټول هېواد کې د برېښنا ستونزه حل شي.
هغه زیاته کړه، برېښنا د یوه هېواد لپاره مهمه ده او په پښو یې درولی شي او د دغه پروژې په تطبیق سره به ۱۵۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.
ښاغلي عزیزي وايي: زه په افغانستان کې د سیاسي موقف په لټه کې نه یم، یوازینۍ موخه مې د هيواد د صنعت او اقتصاد پر مختګ او د افغانانو سوکالي ده.
په دغه مراسمو کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وویل، افغانستان د برښنا تولید لپاره ښې سرچینې لري چې کار او پانګونې ته اړتیا لري.
هغه وویل، د اوبو او برښنا وزارت دې برخه کې پانګوالو سره هرډول همکارۍ ته چمتو دی.