شاه رخ خان په لومړي ځل د هند ملي مډال تر لاسه کړ

کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ کال
شاه رخ خان چې د هندي سینما (بالیوډ) په پاچا مهشور دی په خپل ۳۳ کلن فلمي سفر کې يې لومړی ځل ملي مډال ګټلی دی.
هغه د خپل فلمي سفر پيل په ۱۹۹۲ کال کې د (دیوانه) فلم څخه پيل کړ چې ډېر ژر يې د هندي سیمنا باندې راج خپل کړ او د ډېرو خلکو زړونه یې تر لاسه کړل.
هغه په دغه سفر کې د (دل والی دلهنیا لی جایګی) ، (چک دی انډیا)، کچه کچه هوتا هی په شان مهشور فلمونه هم نندارې ته وړاندې کړل.
که څه هم شاه رخ خان ته په نړیواله کچه ګڼ مډالونه او تمغې ورکړل شوې دي خو په ۳۳ کالو که نه و توانېدلی چې د هند ملي مډال تر لاسه کړي چې بلاخره دا ارمان يې هم پوره شو او د هندي سینما ملي مډال یې هم تر لاسه کړ.
د هندي رسنيو د معلوماتو له مخې، شاه رخ خان ته دا مډال په ۲۰۲۳ کال کې د جوان فلم کې د ښې کار کرده ګۍ له امله ورکړل شوی دی.
د هند د فلمي نړۍ ۷۱مه ملي مډالونو د اعلان پروسه پرون د اګسټ په لومړۍ نېټه ترسره شوه.