افغانستانخبرونه

افغانستان ته دوه میاشتو کې ۵۱۹۶ بهرنیو وګړو تګ راتګ کړی

کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وایي، چې د روان کال په غبرګولي او چنګاښ میاشتو کې ۵ زره او ۱۹۶بهرنیو وګړو د بندرونو او هوایي ډګرونو له لارې افغانستان ته تګ-راتګ کړی.

د دې ادارې په وینا؛ له دې ډلې د ۱۴۱ مېرمنو په ګډون ۹۰۱ تنه افغانستان ته راغلي او د ۶۷ مېرمنو په ګډون دوه زرو او ۲۹۵ کسان بېرته تللي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر یو زر او ۸۴۹ بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۴۷۰ تنه د هرات له بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور د تورخم، حیرتان د فاریاب اقینې او د بدخشان د اشکاشم بندرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.