
کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د کراچۍ په لوړپوړو هوټلونو کې د امریکايي دولتي کارکوونکو پر تګ عارضي بندیز لګول شوی، ځکه چې دوی ته د خطر خبر ورکړل شوی دی.
د بریتانوي خبري اژانس «رویټرز» د راپور له مخې، په امنیتي خبرداري کې ویل شوي چې د پاکستان کراچۍ ښار کې د امریکایي قونسلګرۍ کې میشتو ډیپلوماتانو ته خبرداری ورکړل شوی، چې په لوړ پوړو هوټلونو، سسیاحتي ځآیونو، بازارونو، پلورونځایونو او نورو عامه ځایونو کې له تګ راتګ ډډه وکړي.
په امنیتي خبرداري کې امریکايي چارواکو ته لارښوونه شوې چې له دغو سیمو او ګڼې ګوڼې څخه لرې پاتې شي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم د جمعې په ورځ خپلو اتباعو ته امر کړی، چې د پاکستان ځینو برخو ته له غیر ضروري سفرونو څخه ډډه وکړي.