خبرونهنړۍ

پنجاب کې د سرحدي پولیسو لپاره په لومړي ځل ښځینه افسرانې ټاکل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د پنجاب ایالات د سرحدي نظامي پولیسو لپاره په لومړي ځل د ښځینه افسرانې ټاکل شوي، چې دا مهال په ملتان کې د پولیسو په روزنیز مرکز کې ورته ۶ میاشتنۍ عصري زده کړې پیل شوي.

پاکستاني رسنیو ویلي، د دې اقدام موخه په دودیزه توګه د نارینه‌وو تر اغېز لاندې قبایلي ټولنه کې د ښځو د حقونو ساتنه او د ځواک عملیاتي وړتیا لوړول دي. 

په وروستۍ ګمارنې کې له ډېره غازي خان څخه ۴۰ او له راجن پور څخه ۱۲ ښځې شاملې شوې دي.