
کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
یوه باوري سرچینه وایی، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سبا اسلاماباد ته ځي.
یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل، په دغه پلاوي کې به له امیرخان متقي سره د بېلابېلو وزارتونو استازي هم ګډون ولري.
سرچېنه زیاتوي چې یاد پلاوی په له پاکستاني چارواکو سره په بېلابېلو موضوعات خبرې اترې وکړي.
تر اوسه په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.