افغانستانخبرونه

د بهرني سیلانیانو يوه ۱۶ کسیزه ډله د تورخم له لارې هېواد ته راغله

کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د بهرنيو سيلانيانو يوه ۱۶ کسیزه ډله چې په موټر سایکلونو سپاره وو، پرون د تورخم له لارې افغانستان ته د سیاحت په موخه راغلل.

په دغو سیلانیانو کې د ازبکستان، تاجکستان او پاکستان هېوادونو اوسېدونکي موجود دي چې د ښو دوه اړخیزو اړیکو د رامنځته کېدو او پرمختګ له پيغام سره افغانستان ته راغلي دي.

په تورخم کې د ځايي طالب چارواکو لخوا دغو سیلانيانو ته هرکلی ویل شوی او ورته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړل شوی دی.

د دغې ډلې غړي به د ۲۳ ورځني سفر پرمهال ۵۰۰۰ کیلو مټره اوږد سفر پر موټر سایکلونو باندې ترسره کړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر آژانس په يو راپور کې ويلي چې دا ډله کسان به له افغانستان وروسته تاجکستان او له هغه ځایه به ازبکستان ته لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د زمري په ۶مه يو بهرنی سيلاني چې په موټر سایکل افغانستان ته راغلی و، د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې پرمهال ټپي شوی و.