
کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبان وایي، له ایران او پاکستان څخه تیره ورځ څه باندې ۴ زره افغانان له کډوالۍ را ستانه شوي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د ورځني راپور په خپرولو سره ویلي چې له راستانه شویو کسانو سره مرستې هم شوي دي.
په راپور کې همدا راز راغلي چې ستانه شوي ټول کسان په زور له یادو هېوادونو اېستل شوي دي.
به دې وروستیو کې د نړیوالو د غوښتنو سره، سره ایران او پاکستان د افغانانو ویستل چټک کړي او هره ورځ زرګونه افغانان خپل هېواد ته را شړل کیږي.