
کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د بهرنیو رسنیو په وینا، جرمني کې هر ۲ دقیقې وروسته د کورني تاوتریخوالي یوه پېښه رامنځته کیږي، چې په ډېرو پېښو کې ښځې اغېزمنې شوي دي.
د جرمني ورځپاڼې ویلټ ایم سوټیګ لخوا خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۴ کال کې د کورني تاوتریخوالي په اړه د فدرالي پولیسو په دفتر کې ۲۵۶,۹۴۲ قضیې ثبت شوې دي.
دغه معلوماتو له مخې؛ د تېر کال پرتله په روان کال کې د تاوتریخوالي پېښو کې ۳.۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی.