
کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
يو شمېر سرچینې وايي چې پاکستان ته د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت سرپرست امیر خان متقي سفر د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلی دی.
ټاکل شوې وه چې امیر خان متقي سبا د دوشنبې په ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته لاړ شي خو نن راپورونه خپاره شول چې دا سفر وځنډول شو.
تر اوسه دقیق معلومات نشته چې ولې د متقي سفر ځنډېدلی خو ظاهراً د هغه د سفر ځنډېدو ته د تخنیکي ستونزو نوم ورکړل شوی دی.