افغانستانخبرونه

حامد کرزي د برېښنا په برخه کې د میرويس عزیزي د پانګونې هر کلی وکړ

کابل ټیلیګراف – ۱۲زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي سوداګر او عزیزي بنسټ د مشر میرویس عزیزي له لوري په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې د ۱۰ میلیارد ډالرو د پانګونې هر کلی وکړ.

په ټولنيزه شبکه فیسبوک کې د حامد کرزي پر پاڼه لیکلي شوي: «پخوانی ولسمشر د میرويس عزیزي دا ګام د برېښنا او انرژۍ د توليد په برخه کې د هېواد د اقتصاد د پياوړتیا لپاره ګټور ګڼي او قدردانی يې کوي.»

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت پرون له عزیزي شرکت سره د ۱۰ میلیارد امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۰ زره میګاواټه برښنا د تولید هوکړه‌ لاسلیک کړه.

د عزیزي شرکت مشر او ملي پانګوال میرویس عزیزي وویل، د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت یې د ۱۰ زره میګاواټه برښنا د تولید هوکړه لاسلیک کړه، چې د دغه پروژې په تطبیق سره به ټول هېواد کې د برېښنا ستونزه حل شي.

هغه زیاته کړه، برېښنا د یوه هېواد لپاره مهمه ده او په پښو یې درولی شي او د دغه پروژې په تطبیق سره به ۱۵۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.