
کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
امریکا د هغو کسانو لپاره چې د تابعیت غوښتنه کوي، قوانین نور هم سخت کړي دي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونه (یو ایس سي آئی ایس) د کورنۍ پر بنسټ د کډوالۍ ویزې غوښتنو، په ځانګړې توګه د واده پر بنسټ غوښتنو د څېړنې لپاره نوې لارښوونې خپرې کړي دي.
که یو امریکايي وګړی غواړي خپل بهرني میړه یا مېرمن سپانسر کړي، نو دې جوړې ته به د خپلې اړیکې د ثابتولو لپاره پیاوړي شواهد وړاندې کول وي.
هغه جوړې چې د شنه کارت (ګرین کارډ) غوښتنه کوي، باید ګډ مالي ریکارډونه، انځورونه او د ملګرو یا کورنۍ سره لیکونه د شواهدو په توګه وړاندې کړي.
د دې اقداماتو موخه د درغلیو مخنیوی او دا یقیني کول دي چې یوازې ریښتینې جوړې د شنه کارت لپاره ومنل شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دا نوې پالیسي د اګست له لومړۍ نېټې څخه تطبیق کیږي او پر ټولو پاتې او نوو غوښتنو به پلي شي.