
کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
سیمه ييزې سرچینې وایي چې د لغمان ولايت په الیشنګ ولسوالۍ کې د څښاک د ناپاکو اوبو د څښکلو له امله پنځو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
يوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته تایيد کړه چې دا پېښه د الیشنګ ولسوالۍ په سایګل دره کې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې رامنځته شوې ده.دغې سیمه کې اکثریت پشه يي ژبي خلک اوسېږي او کلونه کېږي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د سیمې خلک وايي چې له اړې ورځې د لښتي او ناپاکو اوبو څخه ګټه پورته کوي او له حکومت او مرستندویه ټولنو غواړي چې په دغه برخه کې ورسره مرسته وکړي.
په لغمان کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي نظر نه دی ورکړی.