
کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا کانګرس دوو غړو له دواړو ګوندونو ګډه داسې یوه لایحه وړاندې کړې چې پر بنسټ یې لسګونه زره هغو افغانانو ته په امریکا کې د قانوني دایمي مېشتېدنې زمینه برابریږي چې په ۲۰۲۱ کال کې هلته لېږدول شوي دي.
د کانګرس غړي جېسن کراو ویلي، امریکا له دغو کسانو سره ژمنه کړې وه چې ساتنه به یې کوي او په خبره یې اوس یې وخت دی چې امریکا پر خپله ژمنه ودریږي.
د کانګرس بلې غړې مېلر میکس چې یاده لایحه یې وړاندې کړې ویلي، دا لایحه د افغانانو پر وړاندې د امریکا د ژمنو پوره کولو لپاره ښه هڅه ده.
له دې مخکې د ډانلډ ټرمپ حکومت اعلان کړی و چې د زرګونو هغه افغانانو لنډمهالي محافظت وضعیت ختم شوی چې په ۲۰۲۱ کال کې دغه هېواد ته لېږدول شوي و.