
کابل ټیلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د ښځو برخې اندېښنه ښودلې چې افغانستان ته له کډوالۍ ستنې شوې/ستنېدونکې افغان نجونې او مېرمنې ښايي به خپل هېواد کې له تاوتریخوالي سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اندېښنه دا ده چې هېواد ته ستنې شوې ښځې او نجونې ښايي له بې وزلۍ، ژر واده کېدو، ازار او اذیت او نورو بېلابېلو تاوتریخوالي سره مخ شي. دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ او خوندیتوب لپاره بېړنی اقدام وکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو برخې د (کر) په نوم يوې نړیوالې ادارې سره په ګډه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د وضعت په تړاو يو راپور خپور کړی دی.
په دغه راپور کې یادونه شوې چې له پاکستان او ایران څخه په دې وروستيو کې خپل هېواد ته په جبري ډول ستنېدونکې ښځې او نجونې د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي او په دغه برخه کې یې د نړیوالې ټولنې د دوامداره همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د ښځو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سوزان فرګوس د دغه تازه راپور په تړاو ويلي چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره دوامداره او ډېرې بودیجې ته اړتیا ده.