
کابل ټیلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ننګرهار ولایت ولایت مطبوعاتي دفتر وایي، څلورو جوړو چې د ۹ کالونو راهیسې یې جلا ژوند کاوه، په دغه ولایت کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ادارې په هڅو یې ستونزه حل او ګډ ژوند یې پیل کړ.
د یاد دفتر د اعلامیې له مخې؛ یادې جوړې د بدل واده له امله د اختلاف ښکار شوې وې، خو د طالبانو د امر باالمعروف محتسبینو د دوامدارو نصیحتونو او منځګړیتوب په نتیجه کې يې خپل اختلافونه حل او یوځای ژوند ته بېرته ستانه شول.
د دغه اعلامیې له مخې؛ جوړو ژمنه کړې، چې له دې وروسته به په خوشحالۍ او تفاهم ګډ ژوند ته دوام ورکوي.
په ورته وخت کې طالبان وایي، ننګرهار کې یې د یاد ریاست د شکایتونو آمریت ته یوې بلې عریضې له مخې څرګنده شوې، چې یو تن له بل څخه ۳۳۰۰ امریکایي ډالر پور اخیستی و او وروسته ترې هره میاشت ۷۰۰۰ افغانۍ د سود په نوم اخیستل کېدې.
دوی وایي، یاده قضیه هم حل او دواړه لورې رضایت ته ورسیدې.