خبرونهنړۍ

غزه کې د خوړو د کمښت له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹۷ تنو ته ورسید

کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ په غزه کې د خوړو د کمښت له امله ۴ نور فلسطیني وګړي مړه شوي، چې په دې سره په دغه هېواد کې د خوړو د نشتوالي له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹۷ تنو ته ورسید.

په ورته وخت کې د فلسطین روغتیا وزارت وایي، د اسرائیلو په تازه بریدونو کې غزه کې ۹۸ فلسطینیان وژل شوي او ۶ سوه نور ټپیان دي.

ویل کیږي، په قربانیانو کې ۵۱ هغه فلسطینیان هم شامل دي چې د مرستو په تمه یې انتظار کاوه.

بل پلو، د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په غزه کې له ۱۲ زرو زیات ماشومان د خوړو د سخت کمښت ښکار دي.

د یادونې وړده، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې تر اوسه په اسرائیلي جګړه کې له ۶۱ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.