افغانستانخبرونه

ټرمپ له پوتین سره لیدنه او د اوکراین په اړه خبرې کوي

کابل ټيلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د روان کال د اګسټ پر۱۵مه نېټه د امریکا په الاسکا ایالت د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه کوي.

ټرمپ د دې لیدنې موخه په اوکراین کې د جګړې پای ته رسول بللي او زیاته کړې، چې ښایي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې تړون کې د “سیمې تبادله” هم شامله وي.

ورته مهال کرملین ماڼې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ یاده ناسته تایید کړې ده.