
کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په دې وروستیو کې، په چین کې د زړو خلکو لپاره چوشک معرفي شوي، ترڅو د هغوی ذهني فشار کم کړي، خو دا چاره اوس هلته ورځنی فېشن ګرځیدلی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا یو غیر معمولي دود دی چې خلک د ډیپریشن (خپګان)، خوب ستونزو، او سګرټ پرېښودو لپاره چوشکۍ کاروي، ترڅوسکون تر لاسه کړي.
دا لړۍ کله پیل شوه؟
د لويانو لپاره دا چوشک کارول د ۲۰۲۵م کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې عام شوې او خلک دا د ذهني فشار، کم خوب، او د تمباکو پرېښودولپاره ګټورې ګڼي.
خو دا چوشکونه د ماشومانو د چوشکونو څخه یو څه لوی دي، قیمت یې لس یوانه یا چینايي روپیو څخه پیلیږي او لوړ قیمت والا هم شتون لري.
ځینې هغه کسان چې دا چوشکې کاروي، وایي دا یې ذهني سکون سره مرسته کوي، خو چینایي ډاکټر تېنګ کاؤمین خبرداری ورکړی: که څوک دا چوشک هره ورځ تر ۳ ساعتونو زیات وکاروي، نو دا چاره په یوه کال کې د غاښونو د خرابېدو لامل کېدای شي.